کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبرله مخې په کابل کې د دینی عالمانو یوه باارزښته غونډه ترسره شوه چې هدف یې د ټولو افغانانو لپاره د یووالي او ټولشموله حکومت جوړول او همدارنګه د نجونو لپاره د زدهکړو حق ترلاسه کول و.
په یاده غونډه کې چې ګڼ شمېر علما را ټول شوي و عبدالقادر قانت د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ملاتړ شورا مشر وویل چې ښځو ته باید په هره برخه کې زده کړه ورکړل شي.
همدا راز عبدالعزیز شجاع او عبدالفتاح فایق هم د اسلامي حکومت د جوړولو او د تعصب پر وړاندې مبارزې یادونه وکړه.
په یاده غونډه کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه چې د خپلو زدهکړو حق غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت قوانینو ته پابند پاتې شي.
په پای کې، د اسلامي او جهادي ارزښتونو شورا د عدالت، ټولشموله حکومت او د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/