په کابل کې د دینی عالمانو غونډه: د ټولو شموله حکومت او د نجونو لپاره د زده کړو غوښتنه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبرله مخې په کابل کې د دینی عالمانو یوه باارزښته غونډه ترسره شوه چې هدف یې د ټولو افغانانو لپاره د یووالی او ټول‌شموله حکومت جوړول او همدارنګه د نجونو لپاره د زده‌کړو حق ترلاسه کول و.

په یاده غونډه کې چې ګڼ شمېر علما را ټول شوی و عبدالقادر قانت د اسلامی او جهادی ارزښتونو د ملاتړ شورا مشر وویل چې ښځو ته باید په هره برخه کې زده کړه ورکړل شی.

همدا راز عبدالعزیز شجاع او عبدالفتاح فایق هم د اسلامی حکومت د جوړولو او د تعصب پر وړاندې مبارزې یادونه وکړه.

په یاده غونډه کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه چې د خپلو زده‌کړو حق غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامی امارت قوانینو ته پابند پاتې شی.

په پای کې، د اسلامی او جهادی ارزښتونو شورا د عدالت، ټول‌شموله حکومت او د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.