د اسلامی امارت حکومت د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (لړم۲۴) خبر ورکړ چې سر له سبا به تر نامعلومې نېټې پورې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وی.
د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقانی په یوه ویدویی پیغام کې چې د پاسپورت ریاست پر فیبسوک پاڼه خپور شوی، وایی چې د پاسپورټ ریاست ځینې توکی له کاره لویدلی دی.
هغه وایی: «نن یوه بجه د بایو مېټریک ماشینونو کار پرېښود او هېڅ کار یې نه کاوه… چې دا ماشین کار پرېږدی، بیا هغه ټول اسناد چې په کې جمع شوی وی هغه هم ډیلیټ کیږی. نو د دې لپاره چې موږ خپل کارمندان هم زیات کړو او د بایو مېټریک او نور ماشین الات هم پوره کړو، تر هغه وخته پورې د پاسپورټ ریاست خپل کار ته توقف ورکوی».
نوموړی وویل، چې کاری وړتیا او پرسونل یې شاوخوا ۳۰۰۰ دی خو دوی ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو مراجعین ورځی.
حقانی وایی د پاسپورټ وېش یوازې د څو ورځو لپاره د کابل د پاسپورټ په ریاست کې ځنډول شوی دی او په نورو ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وی.
دا لا جوته نه ده چې د پاسپورټ ریاست چارواکی به ماشینونه، نور وسائیل او امکانات کله پوره کوی او د پاسپورټ د وېش لړۍ به بیا کله پیلوی.
گهیځ