په کابل کې د کرنیزو توکو نندارتون؛ حکومت د بزګرانو د ستونزو د هواری ژمنه کړې

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو خزانی نندارتون پرانېست او ښایی د شنبې ورځې تر پایه دوام وکړی.
په دې نندراتون کې د رییس لوزراء اقتصادی مرستیالانو ملا عبدالغنی برادر او ملا عبدالسلام حنفی هم ګډون درلود.
ښاغلی برادر په نندارتون کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې تر ۷۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دی او د ګڼو وګړو ورځنی ژوند پر کرنیز اقتصاد پورې تړلی دی او په خبره یې ” د همدې زیارکښو بزګرانو په هڅو د افغانستان د ښارونو خام ارتزاقی توکی مواد برابرېږی چې ښاری ژوند ته لوی ارزښت لری “.
د رییس الوزراء اقتصادی مرستیال زیاته کړه، چې دولت د افغانستان د کرنې د میکانیزه کولو لپاره هڅې کوی او له ملی سوداګرو یې وغوښتل، چې بزګرانو ته د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه واخلی.
نوموړی د محصولاتو د زیاتوالی او د بزګرانو د ملاتړ لپاره پر دوی د اصلاح شویو تخمونو د وېش غوښتنه هم وکړه.
ملا برادر بزګرانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او هغوی سره یې د کرنې په برخه کې د هر ډول ستونزو د هواری ژمنه وکړه.
دا نندارتون په کال کې دوه ځل د پسرلی او منی په موسمونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا پرانستل کېږی، چې خصوصی سکټور لخوا یې چارې سمبالېږی او د افغانستان خپل هر ډول محصولات او لاسی صنایع په کې نندارې ته وړاندې کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.