معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په کابل کې پر دماغي فلج ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی

په کابل کې پر دماغي فلج ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی

کابل- ګهیځ نیوز( د مرغومي ۲۱ مه):
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په کابل کې پر دماغي فلج ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی.
د “آی سي آر سي” د معلوماتو له مخې، په کابل کې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې تېر کال په دماغي فلج د اخته ماشومانو شمېر ۱۱۲۵ وو، خو سږ کال بیا دغه شمېر ۱۶۷۳ ته لوړ شوی دی.
ددي سرچینې په خبره د اړتیا وړ خوراکي توکو نشتوالی او نا امني یو له هغو عواملو یاد شوي چې د دغو پېښو شمېر کې یې زیاتوالی راوستی.
په کابل کې د آی سي آر سي د درملنې مرکز د ماشومانو برخې مشر مرید احمد راسخ وايي: “بې وزلي،‌ صدمه، د طبي پوهاوي‌ نشتوالی او له مېندوارۍ مخکې یا د مېندوارۍ پر مهال د منظمې معاینې نه کول تر ډېره هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې د دماغي فلج سبب کېږي.”
ښاغلی راسخ د مېندوارۍ پر مهال د اړتیا وړ خوراکي توکو پر لاسرسي ټینګار کوي او وايي،‌ نا سالمه تغذیه او دروند کار هم د مېندوارۍ پر مهال ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېږي چې په دې کې د ښځو له خوا د کرکیلي کارونو ترسره کول هم شامل دي.
په کابل کې د آی سي آر سي د درملنې مرکز وايي هره میاشت د دماغي فلج لږ تر لږه زرو ناروغانو درملنه کوي او ګڼ ورته په تمه دي‌ چې د درملنې لپاره یې په لیست کې نومونه ولیکل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس