کابل- ګهیځ نیوز( د مرغومی ۲۱ مه):
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وایی چې په کابل کې پر دماغی فلج ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی.
د “آی سی آر سی” د معلوماتو له مخې، په کابل کې د دوی په روغتیایی مرکزونو کې تېر کال په دماغی فلج د اخته ماشومانو شمېر ۱۱۲۵ وو، خو سږ کال بیا دغه شمېر ۱۶۷۳ ته لوړ شوی دی.
ددی سرچینې په خبره د اړتیا وړ خوراکی توکو نشتوالی او نا امنی یو له هغو عواملو یاد شوی چې د دغو پېښو شمېر کې یې زیاتوالی راوستی.
په کابل کې د آی سی آر سی د درملنې مرکز د ماشومانو برخې مشر مرید احمد راسخ وایی: “بې وزلی، صدمه، د طبی پوهاوی نشتوالی او له مېندوارۍ مخکې یا د مېندوارۍ پر مهال د منظمې معاینې نه کول تر ډېره هغه لاملونه دی چې په ماشومانو کې د دماغی فلج سبب کېږی.”
ښاغلی راسخ د مېندوارۍ پر مهال د اړتیا وړ خوراکی توکو پر لاسرسی ټینګار کوی او وایی، نا سالمه تغذیه او دروند کار هم د مېندوارۍ پر مهال ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېږی چې په دې کې د ښځو له خوا د کرکیلی کارونو ترسره کول هم شامل دی.
په کابل کې د آی سی آر سی د درملنې مرکز وایی هره میاشت د دماغی فلج لږ تر لږه زرو ناروغانو درملنه کوی او ګڼ ورته په تمه دی چې د درملنې لپاره یې په لیست کې نومونه ولیکل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ