کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د وزیرستان په “کورمه ایجنسۍ” کې د شیعه او سنې ډلو ترمینځ د روانې جګړې له امله د وژلو شویو کسانو شمېر ۳۹ تنو ته رسېدلی دی.
رپوټونه وایی چې تېره چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۵مه د “بره کورمې” په بوشهرو سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې پیل شوې چې لامل یې سم معلوم نه دی خو تر دې مخکې د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې وی چې له کبله یې کله نا کله فرقه ییز او مذهبی تاوتریخوالی هم را مینځ ته کېږی.
د کوزې کورمې د “صدې” د پولیسو د مرکز یوه چارواکی رسنیو ته ویلی چې د مړیو شمېر ځکه زیات شوی چې د اکتوبر پر ۲۹مه د “غوزګړې” سیمې په جګړه کې د دواړو خواو په ډزو کې نور کسان ووژل شوی دی.
د دغه پولیس چارواکی په خبره، که څه هم د اکتوبر په ۳۰مه د شپې ناوخته د برې او کوزې کورمې په یوشمېر سیمو کې جګړه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته. ده البته زیاته کړه چې په جګړه کې تراوسه د دواړو خواو لږ تر لږه ۷۰ کسان ټپی شوی هم دی.
بلخوا د سیمی یوه قومی مشر رسنیوته ویلی چې دا جګړه له اتو ورځو را روانه ده خو د دواړو اړخونو تر مینځ لا تر اوسه اوربند ندی شوی.
دغه قومی مشر رسنیو ته ویلی چې که اوربند ونه شی نو مالی او ځانی زیانونه به بیخی ډیر شی.
د پولیسو په خبره نښتې په بوشارو، خوارکلی، بالشخېلو، سده، مرغۍ چینه، مسعود آباد، سنګینه، ابراهیم زیو، پیواړ او تری منګلو کې شوې دی خو زیاته مرګ ژوبله یې په کونج علیزیو او غوزګړۍ کې اړولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ