په کونړ کې د جنسی ناروغیو د درملو په نامه نا څرګنده درمل په لوړه بیه پلورل کېږی
راپور : سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د هومیوپیتیک یا یونانی درملو ځینې پلورنځی نه یوازې د جنسی ناروغیو درمل، بلکې نور عادی درمل هم پرته له جوازه او په قیمته بیو پلوری او د دولتی اداراتو او پولیسو د ورتګ پر وخت، هغوی ته د پیسو په ورکړې سره ځان له قانونی مجازات نه ژغوری.
که څه هم د روغتیایی مسؤولینو د وېنا پر بنسټ د جنسی ناروغیو د هر ډول درملو پلور او پېر د مجرب او متخصص ډاکټر له نسخې پرته قانونی جواز نه لری،خو د ګهیځ موندنې ښکاروی چې په کونړ ولایت کې لا هم په غېر قانونی بڼه او د ډاکتر له نسخې پرته د جنسی ناروغیو اړوند بېلابېل درمل په درملتونونو او یونانی درمل پلورنځیو کې پېر او پلورل کېږی.
بل اړخ ته په یاد ولایت کې روغتیایی مسؤولین اعتراف کوی چې دوی ددې نا قانونه درملو د پېر او پلور په مخنیوی او کنټرول کې د یو شمېر لاملونو له امله، پاتې راغلی دی.
د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیز الرحمن ساپی د دغه ډول درملو پلور په مارکیټ کې منی او وایی چې دغه یونانی درمل پلورنکی، جواز نه لری، یوازې د دوی د اتحادیې اسناد طی مراحل شوی خو لا یې کار ندی بشپړ شوی او جواز یې ندی اخیستی.
د کونړ د عامې روغتیا رئیس زیاتوی چې: “ددې سره سره یې موږ وخت په وخت درمل کنټرولوو. ”
ښاغلی ساپی وایی چې په خپل وخت او له پلان سره سم د دغه ډول درملو د مخنیوی لپاره نظارت او کنټرول ته دوام ورکوی،او زیاتوی چې: “موږ چې کله دغه او یا نور غېر قانونی درمل د خپل نظارت پر مهال د چا سره ونیسو،درملتون یې مهر او لاک کوو او کس جریمه کوو آن که چېرته په دوهم ځل یی بیا ورته جرم وکړ نو کېدای شی،بېخی د فعالیت اجازه ورنه کړل شی.”
ښاغلی ساپی له خلکو غواړی چې باید مستند حکیم او ډاکټر ته ورشی،او زیاتوی چې کله د قانون پلی کېدو پر وړاندې عاجز شی ځکه دی چې که د یو چا درملتون د غېر قانونی کړنې له امله بند کړی، نو د وکیلانو، دینی عالمانو، قومی مشرانو او غټو غټو چارواکو او سیاست والو له خوا ورته سپارشونه کېږی او د دوی د لاسه قانون ماتیږی، حتی که په لرې پرته کومه ولسوالۍ کې هم وی.
د عامې روغتیا ریاست د صحی قوانینو او بررسۍ مدیر ډاکټر محمد قاسم برهانی هم د دغه درملو پلور او پېر غېر قانونی بولی او وایی: “په اسعدآباد ښار کې تر اتلسو پورې د یونانی درملو د پلور دوکانونه شته چې د جواز نه لرلو له امله څو وارې دوکانونه مهرلاک شوی دی، خو دا چې کونړ له لرې پرتو ولایتونو څخه دی دلته واسطې او سفارشونه هم ډېر دی.
د ښاغلی برهانی په وېنا په دغه اتلس یونانی درمل پلورنځیو کې یوازې (۸)کسان مسلکی دی او دا نور هسې خلک تېر باسی.
ولې دغه درمل تر نورو په لوړه بیه خرڅیږی؟
د ګهیځ موندنې ښیی چې د جنسی هڅونې یا پارونې د ځینو درملو پلور که غېر قانونی هم دی په ډېره لوړه بیه ترسره کېږی.
په دې اړه ښاغلی برهانی وایی: “موږ ته د دغه ډول درملو په اړه یو کس شکایت کړی ؤ، چې په یوه نورستانی ورور باندې یې درمل په لوړه بیه خرڅ کړی وو،بیا مو هغه درمل پلورونکی راوغوښت، هغه بخښنه وغوښته او هغه کس ته یې بېرته خپلې روپۍ ورکړې او هم یې ټینګه ژمنه وکړه چې بیا به داسې نه کوی.”
ابوبکر چې د کونړ اسعدآباد ښار کې دوکان لری وایی: “زما یو بې سواده دوست مې د خپلې تجربې په اساس دلته یوه حکیم ته وروست، زه ترې راغلم چې هغه سړی بېرته راغی نو یوه سپرې یې ور کړې وه، ما ترې پوښتنه وکړه چې دا په څو شوه ویې ویل په یو نیم زر افغانۍ، په داسې حال کې چې ما ته د هغه سپرې قیمت معلوم ؤ چې له درې سوه افغانیو لوړ نه دی.”
نوموړی زیاتوی چې زه ډېر داسې یونانی حکیمان او نور درمل پلورونکی چې دغه ډول درمل پلوری؛ پېژنم چې اوس د لوکسو موټرو او کورونو خاوندان شوی دی.
د اسعدآباد یو تن درمل پلورونکی فهیم ساپی هم منی چې دغه ډول درمل په خورا لوړ قیمت خرڅیږی او لامل یې دا یې چې دا پښتنی ټولنه ده او د جنسی ناروغیو درمل چې څوک اخلی نو شرم او ننګ ورسره ملګری وی او نه شی کولای چې دا درمل څو ځایه بیه کړی او له همدې له امله ځینې له خدایه نه وېرېدونکی له دې موقع ناوړه ګټه اخلی.
د جـنسـی ناروغیو درمــل څــوک خــرڅـوی؟
د اسعدآباد ښار یو تن یونانی درمل پلورونکی مولوی ماشترالله منی چې دوی ځینې د جنسی پیاوړتیا درمل خرڅوی، خو دی وایی چې دا چې منل شوی درمل دی چې او سل فیصده جانبی عوارض نه لری.
هغه د جواز په اړه وایی: “د ښاروالۍ له خوا ورته جواز ورکړل شوی او د عامې روغتیا ریاست په میاشت کې دوه ځلې یا زیات او کم د دوی له درمل پلورنځیو څخه نظارت کوی. ”
خو په ورته وخت کې بیا د اسعدآباد ولایتی روغتون درمل پلورونکی، فهیم ساپی وایی: “دغه درمل خورا مضر دی، که ګټه هم لری، تاوان یې زیات دی، له بده مرغه په بازار کې په عامه توګه خرڅیږی، چې زیات وخت یې خلک همداسې اخلی خو ځینې وخت یې ډاکټران هم لیکی.”
د اسعدآبادښار د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر دینی عالم او فارمیسیست امین الله د دغه درملو د اړتیا په اړه وایی چې کوم درمل چې د جنسی طاقت لپاره د مسلکی او پاک نفسه ډاکټرانو له خوا لیکل کېږی، د اړتیا له مخې لیکل کېږی او کوم چې انسان له کنټرول وباسی، هغې ته هیڅ اړتیا نشته او انسان ته سخت تاوان رسوی.
که څه هم په هېواد کې د خصوصی زده کړو پوهنتونونو جوړېدو سره د روغتیا په برخه کې د ډاکټرانو نه شتون تشه تر یوه حده کمه شوې، خو خلک شکایت کوی چې بیا هم په دغه برخه کې چې څنګه په کار ده مسلکی چلند لا څه چې د معایناتواو درملو په اخیستو کې هم هڅه کېږی چې د ناروغ پاتې پوستکی د هغه له بدن نه وباسی.
گهیځ