په یمن کې د حوثی وسله والو ۷ غړی وژل شوی

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د یمن له دولتی ځواکونو سره په نښته کې د حوثی وسله والې ملېشې ۷ غړی وژل شوی.
سبا خبری اژانس په خپل راپور کې ویلی، چې په یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې د فعالې حوثی ډلې دغه وژل شوی غړی په صنعا کې خښ کړی شوی دی.
د یمن پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د مارب په لویدیځ شمال نظامی سیمه کې یې د دغې ملېشې اړوند یوه پوځی چورلکه نسکوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د یمن په سوېل لویدیځ تعز ښار کې د دغه هېواد له دولتی پوځیانو سره په نښته کې د حوثی ملېشې ۳ تنه وژل شوی وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.