کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د ناپېژانده وسلوالو په برید کې څلورو پاکستانی پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خبر پر بنسټ، د بلوچستان امنیتی چارواکو ویلی، دغه برید د بم شنډونکو پوځیانو په ډله شوی، چې دوه سرتېری په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.
دا په تېرو څو ورځو کې په ګوادر کې د ناامنۍ دوهمه مرګونې پېښه ده.
تېره اونۍ یو شمېر وسلوال په ګوادر بندر کې د امنیتی ځواکونو یوه کمپلېکس ته ننوتی وو او له څو ساعته جګړې وروسته د پاکستان پوځ په هغې پېښه کې د ۲ پوځیانو او ۸ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د یادو دواړو بریدونو مسوولیت د بلوڅ ازادی غوښتونکو منلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ