معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پوتین د اوکرین د جګړې پای لپاره د یوې موافقې غوښتنه کړې:

پوتین د اوکرین د جګړې پای لپاره د یوې موافقې غوښتنه کړې:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۹):
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته اړتیا ده.
پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې کرملین په اوکراین کې خپل ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل.
د پوتین دا څرګندونې د مینسک د تړون په اړه د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې د پاریس او برلین سره یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړې وې.
نوموړي په بشکیک کې وویل چې هغه د انګیلا مېرکل له څرګندونو مایوس شوی دی او زیاته کړې يې ده، هغه تل داسې انګېرله چې د جرمني حکومت صادقانه عمل کوي.
اوکراین کې د هغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې د برید په مقابل کې دفاعي جګړه مخته روانه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس