کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلی، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته اړتیا ده.
پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې کړی چې کرملین په اوکراین کې خپل ځانګړی پوځی عملیات پیل کړل.
د پوتین دا څرګندونې د مینسک د تړون په اړه د جرمنی د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د څرګندونو په غبرګون کې کړی، چې د پاریس او برلین سره یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړې وې.
نوموړی په بشکیک کې وویل چې هغه د انګیلا مېرکل له څرګندونو مایوس شوی دی او زیاته کړې یې ده، هغه تل داسې انګېرله چې د جرمنی حکومت صادقانه عمل کوی.
اوکراین کې د هغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د روسیې د برید په مقابل کې دفاعی جګړه مخته روانه کړې ده.
گهیځ