کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالی دولت له مشر احمد الشرع سره ټیلیفونی خبرې کړی.
د یاد وزارت په خبره، پوتین د سوریې د اقتصادی او ټولنیز ثبات لپاره د روسیې پر مرستو ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو له سوریې سره پر بشردوستانه مرستو هم خبرې کړې دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه د سوریې د مخکینی ولسمشر بشار الاسد ملاتړې وه او دا لومړی ځل دی، چې پوتین له احمد الشرع سره خبرې کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ