پولیو ناروغی؛ افغانستان کې له محو کېدو سره مخ او په امریکا او بریتانیا کې نوې راټوکېدلې

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې بریا نړیواله بریا بللې او د محو کېدو په اړه یې د هڅو له ګړندی کېدو خبر ورکوی.
دغه سازمان نن یکشبنه (د لړم ۱۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه دا څرګندونې کړی او ویلی یې دی چې، د نړۍ په یو ګوټ کې د دغې ناروغۍ شتون د ټولو ځایونو لپاره ګواښ دی.
دغه سازمان ټینګار کړی دی چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه له پولیو څخه پاک اعلان شوی، خو وایی چې د برتانیې او امریکا متحده ایالتونو په ګډون ځینو هیوادونو کې دغه ناروغی پیژندل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال د پولیو ناروغۍ محوه کېدو په درشل کې دی او زیاته کړې ده چې دغه سازمان به له نورو نړیوالو سازمانونو سره په ګډه په دغه هیواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوی په برخه کې ګډو هڅو ته دوام ورکړی.
د یادولو وړ ده، چې سږ کال تر دا مهاله په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه پېښې ثبت شوې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې لا هم په نړۍ کې ۱۸ میلیون ماشومانو د پولیو ضد واکسین نه دی تر لاسه کړی، یاد سازمان ویلی ترڅو چې دغه ماشومان واکسین تر لاسه نکړی، تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د یادې روغۍ پیدا کېدو وېره شته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.