پوهنې وزارت سر له سبا تودو سیمو کې لس ورځې ژمنۍ رخصتی اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د پوهنې وزارت له لوری ولایاتو کې د پوهنې ریاستونو ته په یو استولی مکتوب کې ویلی، راتلونکو لسو ورځو کې د هوا ډېر سړښت له وجې سر له سبا د لسو ورځو لپاره رخصتی اعلان کړه.
دوی ویلی، چې د هېواد مختلفو ولایتونو کې د زده کوونکو ژوند له ګواښ څخه د ژغورلو په موخه د تودو سیمو ښوونځیو زده کوونکو ته سر له سبا چهارشنبې لس ورځنۍ ژمنۍ رخصتی اعلان کړې ده.
دوی زیاته کړې چې د زده کوونکو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو پاتې برخه او تدریسی بهیر به د روان کال د جمادی الثانی په ۲۸، چې د دلوې میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، په نورمال ډول له سره پیل شی.
په دغه مکتوب کې یادونه شوې چې یاده رخصتی یوازې د زده کوونکو لپاره ده او ښوونکی به خپله حاضری په نورمال ډول مخته وړی.
د هوا پېژندنې د رسمی ادارې د وړاندوینې له مخې راتلونکو لسو ورځو لپاره د هېواد مختلفو ولایتونو کې د هوا د سړښت کچه ممکن تر منفی شلو درجو پورې ورسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.