ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ د پوهنې وزارت خبر ورکوی چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره ناستې دوام لری.
د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان له فارس اژانس سره په تازه مرکه کې ویلی، چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیسلو لپاره ناستې دوام لری او ا.ا هڅه کوی چې په لرې پرتو سیمو کې هم دینی مدرسې جوړې کړی څو هیڅ افغان ماشوم له زده کړو محروم نه شی.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وو خو د ا.ا تر واکمنۍ وروسته له زده کړو د بې برخې ماشومانو د شمېر په اړه رسمی شمېرې نه دی خپرې شوې.
گهیځ