پکتیا کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست تېر کال څه د پاسه ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلی، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې ۸ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ عواید یې راټول کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلی، چې یاد شمېر عواید د جوازونو وېش له درکه راټول شوی او د دولت خزانې ته سپارل شوی دی.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره سوداګرو او مراجعینو ته د جوازونو وېش په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د واحد چتر لاندې د جوازونو د ورکړې مرکز چارې هم د روان کال په جریان کې پیل کړی.
د سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هدایت په زونونو کې جوړېږی، چې له مخې به د یو واحد مرکز له لوری د ټولو جوازونو ورکړو وزارتونو او اداراتو چارې به په کې ترسره کیږی.
دې وروستیو کلونو کې د سرپرست افغان حکومت د مسوولینو له لوری د عوایدو د راټولولو هڅه ګړندۍ شوی، چې په ترڅ کې یې په کم سارې بڼه عواید د دولت خزانې ته راټول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.