معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیا پوهنتون کې نږدې ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو پرانیسته وشوه

پکتیا پوهنتون کې نږدې ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو پرانیسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا پوهنتون مسوولینو ويلي، چې په دغه پوهنتون کې د ۴۴ لکه ۹۱ زره ۷۸۷ افغانیو په لګښت د دوه رغنیزو پروژو پرانیسته وشوه.
د خبر پر بنسټ، په دغو پروژو کې د پوهنتون داخل یو سړک د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو سور او یو پارکېنګ د ۲۷ مترو په اوږدوالي او د ۱۴ متره سور په درلودلو سره په اساسي ډول جوړیږي.
د مسوولینو په وینا د دغو پروژو ټول لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کیږي، چې په راتلوونکو دوو میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
د یاد پوهنتون مسوولین که څه هم دې پروژو ته خوښي ښيي، خو وايي چې دوی په دغه پوهنتون کې لا زیاتو رغنیزو پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري.
مسوولین له مرکزي چارواکو غواړي چې د پوهنتون په داخل کې د پخوانیو نیمګړو پاتې پروژو چارې هم ژر پیل کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس