پکتیا پوهنتون کې نږدې ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو پرانیسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا پوهنتون مسوولینو ویلی، چې په دغه پوهنتون کې د ۴۴ لکه ۹۱ زره ۷۸۷ افغانیو په لګښت د دوه رغنیزو پروژو پرانیسته وشوه.
د خبر پر بنسټ، په دغو پروژو کې د پوهنتون داخل یو سړک د ۲۰۰ مترو په اوږدوالی او ۶ مترو سور او یو پارکېنګ د ۲۷ مترو په اوږدوالی او د ۱۴ متره سور په درلودلو سره په اساسی ډول جوړیږی.
د مسوولینو په وینا د دغو پروژو ټول لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کیږی، چې په راتلوونکو دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شی.
د یاد پوهنتون مسوولین که څه هم دې پروژو ته خوښی ښیی، خو وایی چې دوی په دغه پوهنتون کې لا زیاتو رغنیزو پروژو پلې کېدو ته اړتیا لری.
مسوولین له مرکزی چارواکو غواړی چې د پوهنتون په داخل کې د پخوانیو نیمګړو پاتې پروژو چارې هم ژر پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.