معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیا کې تېره شپه د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه

پکتیا کې تېره شپه د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
د خبر پر بنسټ، په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر مشهورو شاعرانو، ادیبانو، ترنم کوونکو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
ځایي مسوولینو دغه مشاعره کې د شعر پر ارزښت خبرې وکړې او شعر یې د ښه پیغام وړاندې کولو وسیله وبلله.
دوی دغه مشاعره کې له شاعرانو وغوښتل چې خپلو شعرونو کې ګټور پیغامونه وړاندې کړي.
د پکتیا نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره هر کال د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې ترسره کیږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولایاتو څخه شاعران او د شعر مینوال د ګډون په موخه ورځي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس