کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
د خبر پر بنسټ، په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر مشهورو شاعرانو، ادیبانو، ترنم کوونکو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
ځایی مسوولینو دغه مشاعره کې د شعر پر ارزښت خبرې وکړې او شعر یې د ښه پیغام وړاندې کولو وسیله وبلله.
دوی دغه مشاعره کې له شاعرانو وغوښتل چې خپلو شعرونو کې ګټور پیغامونه وړاندې کړی.
د پکتیا نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره هر کال د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې ترسره کیږی، چې د هېواد له بېلابېلو ولایاتو څخه شاعران او د شعر مینوال د ګډون په موخه ورځی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ