کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا ځاځی اریوب ولسوالۍ په سرګل سیمه کې د سرپانتین ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا دا درېیم مهم کان دی، چې پکتیا کې یې د استخراج چارې پیلیږی.
د ځاځی اریوب سرګل سیمې اوسېدونکی د دې کان په کیندلو خوښی څرګندوی او هیله مند دی، چې دوی ته به یاد کان کې د کار رزوګار زمینه برابره او هغه ځوانان چې اوزګار دی، په کارونو مصروف شی.
د سرپرست افغان حکومت له لوری دې وروستیو کې د پرمختیایی کارونو ترڅنګ د کانونو د استخراج په برخه کې هم یو لړ ګامونه پورته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ