کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۹ زره ډالرو په لګښت د لاسي توکو پلورونکو لپاره ۹۰ غرفې جوړې شوې.
د ګردېز ښاروال ویلي، دې غرفو څخه يې موخه ښاري نظم رامنځته کول، لاسي توکو پلورونکو ته خوندي او غوره فعالیت اسانتیا برابرول، کاري زمینې رامنځته کول او د ښار عمومي او فرعي سړکونو په څنډو او پلې لارو کې د خپلسرو لاسي توکو پلورونکو فعالیت مخنیوی دی.
د ګردېز ښاروالۍ مسوولینو په خبره دغه غرفې هغه کسانو ته په وړیا ډول ورکول کیږي، چې پخوا يې د سړک پر غاړو پلې لارو لاسي کراچیو باندې توکي خرڅول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/