کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ښاروالۍ مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۹ زره ډالرو په لګښت د لاسی توکو پلورونکو لپاره ۹۰ غرفې جوړې شوې.
د ګردېز ښاروال ویلی، دې غرفو څخه یې موخه ښاری نظم رامنځته کول، لاسی توکو پلورونکو ته خوندی او غوره فعالیت اسانتیا برابرول، کاری زمینې رامنځته کول او د ښار عمومی او فرعی سړکونو په څنډو او پلې لارو کې د خپلسرو لاسی توکو پلورونکو فعالیت مخنیوی دی.
د ګردېز ښاروالۍ مسوولینو په خبره دغه غرفې هغه کسانو ته په وړیا ډول ورکول کیږی، چې پخوا یې د سړک پر غاړو پلې لارو لاسی کراچیو باندې توکی خرڅول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ