کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونسیف د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې او پالنې یوه څانګه پرانیستله.
د یونسیف ادارې پرون پر ټویټر ویلی، د ژمی په رارسېدو سره په ماشومانو کې تنفسی ناروغۍ زیاتیږی چې له امله یې ښایی د ماشومانو لپاره د مرګ خطر ډېر کړی.
یونېسف وایی، د دې ادارې د ډاکټرانو او روغتیایی کارکوونکو معاشونه د نړیوال بانک په مرسته ورکول کیږی.
د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د خراب اقتصادی وضعیت له امله ډېری ماشومان له خوارځواکۍ او نورو ډېرو اړوندو ناروغیو کړیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ