کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې تېره ورڅ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوی او درې نور یې ټپیان دی.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم دغه پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د څمکنیو ولسوالۍ د سلیمانخېلو سیمې یوه کور کې رامنځته شوې ده.
په وژل شویو کې یوه ښځه او یوه ماشومه هم شامل دی.
افغانستان چې غېږ کې یې د څو لسیزو راهیسې د جګړې سنګر تود و، لا یې هم ډېری سیمو کې دغه ډول ناچاودی توکی شتون لری، چې له امله یې د ولسی وګړو ژوند ډېر کله له ګواښ سره مخ کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ