پکتیا کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ابو د مدیریت یوه پروژه پلې کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز، احمد آباد، سید کرم او زرمت ولسوالیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالی ملاتړ د څه د پاسه یو میلیون امریکایی ډالرو په لګښت د یوې پروژې د پیل خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ دغه پروژه د ابو د مدیریت په برخه کې پلې کیږی، چې شاوخوا ۹ زره ۱۴۷ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شی.
مسوولینو دغه پروژه حیاتی او د اوبو د سرچینو په بیاغوړولو او وچکالۍ څخه د مخنیوی په برخه کې مهمه بللې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولینو ویلی، چې د پکتیا ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې مختلفې پروژې پیل کړی، چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال هر کارګر ته د ورځې د ۵ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کیږی او ترڅنګ یې د غنمو اصلاح شوی تخمونه، کیمیاوی سرې، د څارویو خوراکی توکی، کرنیز وسایل او د سابو تخمونه هم ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.