کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د خلکو پرمختیایی موسسې له خوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون شواک، زرمت، سیدکرم او جانخېلو ولسوالیو ۱۴۵ کورنیو ته د سبزیجاتو شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین ډاډ ورکوی، که یې یادو خونو مثبته نتیجه ورکړه، نورو ولسوالیو ته به یې هم لړۍ پراخه کړی.
د پکتیا اوسېدونکی او کروندګر د یادو شنو خونو په جوړولو خوښ دی او وایی، چې په دې سره به دوی وکولی شی، په ژمی کې له سبزیجاتو استفاده وکړی او د خپلو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ به د نورو کورنیو لاسنیوی هم وکړی.
مسوولین وایی، له دې وړاندې یې هم کوچنۍ سړې خونې په ځینو ولسوالیو کې جوړې کړی، او ډاډ ورکوی چې ممکن راتلونکی کې نورو ولسوالیو ته هم دا لړۍ وغځوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ