کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال په یاد ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درې چک ډیمونو د جوړولو او بدیلو پروژو د پیل پرانیسته وکړه.
دغه وزارت ویلي، چې د یادو چک ډیمونو او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په جوړېدو سره به يې د دغو ولسوالیو د باران اوبه مهار شي.
له دې وړاندې هم د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه، بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۴۱ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/