کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال په یاد ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درې چک ډیمونو د جوړولو او بدیلو پروژو د پیل پرانیسته وکړه.
دغه وزارت ویلی، چې د یادو چک ډیمونو او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په جوړېدو سره به یې د دغو ولسوالیو د باران اوبه مهار شی.
له دې وړاندې هم د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوری په فراه، بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۴۱ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ