پکتیا کې د ۴ لکه ۸۰ زره ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د یونپس او نړیوال بانک په مالی ملاتړ د ۴ لکه ۸۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د ګردېز ښاروالۍ مسوولین زیاتوی، چې په دې پروژو کې د ښار دننه د پلې لارو، کانکریټی سړکونو، ویالو او استنادی دېوالونه جوړول شامل دی.

د مسوولینو په خبره دغو پروژو کې د سیمې ۸۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د پکتیا ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو د پیل هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ولسوالیو کې هم دې ته ورته اساسی پروژې پلې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.