کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا اقتصاد ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د سرپرست حکومت او نړیوالو موسساتو لخوا ۲۰۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کیږي، چې د ځینو چارې بشپړې شوي او پر ځینو کار روان دی.
د دغه ولایت د اقتصاد رییس وايي، د سرپرست حکومت لخوا ۳۱ او د نړیوالو موسساتو لخوا ۱۷۸ پروژې پلې کیږي.
د نوموړي په خبره په دغو پروژو کې زیاتره پرمختیايي او ځينې بشري پروژې شاملې دي، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه ترې څارنه کیږي.
د پکتیا اوسېدونکي د دې پروژو پلي کېدو ته خوښي څرګندوي او دا ډول رغنیزې پروژې د خلکو یوه مهمه اړتیا بولي.
دوی وايي، د دې پروژو پلي کېدو سره به د خلکو او ګردیز ښاریانو ډېری ستونزې حل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/