کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا اقتصاد ریاست مسوولین وایی، سږ کال په دغه ولایت کې د سرپرست حکومت او نړیوالو موسساتو لخوا ۲۰۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کیږی، چې د ځینو چارې بشپړې شوی او پر ځینو کار روان دی.
د دغه ولایت د اقتصاد رییس وایی، د سرپرست حکومت لخوا ۳۱ او د نړیوالو موسساتو لخوا ۱۷۸ پروژې پلې کیږی.
د نوموړی په خبره په دغو پروژو کې زیاتره پرمختیایی او ځینې بشری پروژې شاملې دی، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه ترې څارنه کیږی.
د پکتیا اوسېدونکی د دې پروژو پلی کېدو ته خوښی څرګندوی او دا ډول رغنیزې پروژې د خلکو یوه مهمه اړتیا بولی.
دوی وایی، د دې پروژو پلی کېدو سره به د خلکو او ګردیز ښاریانو ډېری ستونزې حل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ