کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د متحده عربي اماراتو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت ۱۵۰ بستریز روغتون جوړیږي.
د خبر پر بنسټ دغه روغتون به د عصري طبي وسایلو او ماهرو ډاکترانو درلودونکی وي، چې د سویل ختیځ زون خلکو ته به پرمختللي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د ځایي چارواکو په خبره د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې په اساسي ډول حل شي.
د مسوولینو په وینا د دې روغتون سربېره د مختلفو ولسوالیو لپاره ۱۲ نور کلینیکونه هم منظور شوي، چې په راتلونکي کال کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د پکتیا اوسېدونکو د روغتون جوړېدو هرکلی کړی او ویلي، چې پخوا به یې ناروغان د درملنې لپاره کابل یا ګاونډیو هېوادونو ته وړل، خو د دې روغتون په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې روغتیايي ستونزې هوارې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/