کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د متحده عربی اماراتو په مالی ملاتړ د ۵ میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت ۱۵۰ بستریز روغتون جوړیږی.
د خبر پر بنسټ دغه روغتون به د عصری طبی وسایلو او ماهرو ډاکترانو درلودونکی وی، چې د سویل ختیځ زون خلکو ته به پرمختللی روغتیایی خدمات وړاندې کړی.
د ځایی چارواکو په خبره د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیایی ستونزې په اساسی ډول حل شی.
د مسوولینو په وینا د دې روغتون سربېره د مختلفو ولسوالیو لپاره ۱۲ نور کلینیکونه هم منظور شوی، چې په راتلونکی کال کې به یې د جوړېدو چارې پیل شی.
د پکتیا اوسېدونکو د روغتون جوړېدو هرکلی کړی او ویلی، چې پخوا به یې ناروغان د درملنې لپاره کابل یا ګاونډیو هېوادونو ته وړل، خو د دې روغتون په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې روغتیایی ستونزې هوارې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ