معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پکتیا کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته شوې

پکتیا کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته شوې

پکتیا کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته شوې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) افغان حکومت وايي، چې پاکستاني ځواکونو پرون د اصولو خلاف ډیورند کرښې ته نیږدې د پوستې د جوړولو هڅه کړې او د دوی ځواکونو غوښتل د موضوع په اړه له پاکستاني پوځیانو سره خبرې وکړي خو هغوی ورباندې ډزې کړې دي او تلفات رامنځ ته شوي.
حکومت د ځوابي ډزو کول تاييد کړي او وايي، شونې ده چې هغه لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې د دواړو خواوو چارواکي لاس په کار شوي څو کرښې ته نیږدې د تاسیساتو جوړولو او په راتلونکي کې د داسې پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
افغان حکومت وايي، اصول دا دي چې ډیورنډ کرښې ته نژدې تاسیسات جوړ نه شي خو پاکستاني ځواکونو بیا هم دا هڅه کړې ده.

له دې وړاندې هم څو څو ځله د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو پر سر د دواړو لورو ځواکونو په خپلو کې سره ډزې تبادله کړي، چې داوړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس