پکتیا کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د پاکستانی او افغان ځواکونو تر منځ نښته شوې
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) افغان حکومت وایی، چې پاکستانی ځواکونو پرون د اصولو خلاف ډیورند کرښې ته نیږدې د پوستې د جوړولو هڅه کړې او د دوی ځواکونو غوښتل د موضوع په اړه له پاکستانی پوځیانو سره خبرې وکړی خو هغوی ورباندې ډزې کړې دی او تلفات رامنځ ته شوی.
حکومت د ځوابی ډزو کول تایید کړی او وایی، شونې ده چې هغه لوری ته هم مرګ ژوبله اوښتې وی.
د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمی وایی، چې د دواړو خواوو چارواکی لاس په کار شوی څو کرښې ته نیږدې د تاسیساتو جوړولو او په راتلونکی کې د داسې پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسی.
افغان حکومت وایی، اصول دا دی چې ډیورنډ کرښې ته نژدې تاسیسات جوړ نه شی خو پاکستانی ځواکونو بیا هم دا هڅه کړې ده.
له دې وړاندې هم څو څو ځله د پاکستانی ځواکونو له لوری د تاسیساتو د جوړولو پر سر د دواړو لورو ځواکونو په خپلو کې سره ډزې تبادله کړی، چې داوړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
گهیځ