ګهځ نیوز: نن سې شنبه ( د وږی/سنبلې لومړۍ او د اګسټ میاشتې ۲۳مه نېټه ده) په پکتیا کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونکو د ۶۰۷ نویو بستونو لپاره د ازموینو بهیر پیل شوی.
دا خبره د ازموینې د لویې ادارې تخنیکی مشر لطف الرحمان حقمل دوشنبې (د زمری ۳۱مه) کړې.
هغه ویلی، چې ۱۰۲ بستونه د ښځینه ښوونکو لپاره ځانګړې شوی چې د ده په وینا په لسګونه مېرمنو ور ته نوم لیکنه کړې ده.
د چارواکو په وینا په ټوله کې په دغو ازموینو کې نږدې ۱۷ سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په داسې حال کې د ښځینه ښوونکو لپاره له سل زیات بستونه ځانګړی کېږی، چې تر اوسه له شپږم ټولګی پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دی او د ا.ا حکومت تر اوسه په دې اړه کومه نهایی پرېکړه نه ده اعلان کړې.
گهیځ