کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولايت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د دوو روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګد سیمو کې د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو روغتیایي مرکزونو د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.
د سیمې خلک هم د دغو روغتیایي مرکزونو په جوړېدو خوښ دي، چې سیمه کې یې په لومړي ځل دومره لوړه کچه باندې روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزولې او پایله کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/