کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د دوو روغتیایی مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګد سیمو کې د UNHCR مؤسسې په مالی ملاتړ د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو روغتیایی مرکزونو د اساسی جوړولو چارې پیل شوې.
د سیمې خلک هم د دغو روغتیایی مرکزونو په جوړېدو خوښ دی، چې سیمه کې یې په لومړی ځل دومره لوړه کچه باندې روغتیایی مرکزونه جوړیږی.
ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دی، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزولې او پایله کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ