کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د یاد ولایت له زیړوک څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې د غځېدلی لس کیلو متره سړک د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د پکتیکا ولایت د ارګون نه تر زیړوک او د خوست ولایت تر سپیری ولسوالۍ پورې د غځېدلی سړک چارې، چې څلور ۴ میاشتی مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په مالی ملاتړ چې ټول سړک ۱۶ کیلومتره کیږی، د اوس لپاره یې ۱۰ کیلومټره سړک چارې بشپړې او پاتې کارونه به یې د راتلونکی کال د وری په میاشت کې پیل شی.
د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو رییس محمد اکبر عادل ویلی، یاد سړک چارې په پوره شفافیت سره روانې دی او ټول کار هاډ کټ دی او زیات وخت نیسی، چې په جوړېدو سره یې خلک د امن په فضا کې تګ – راتګ کولای شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ