کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ ویلی، چې امنیه قوماندانۍ کې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومی مدیریت اړوند د کشف آمریت لخوا د نشه یی توکو د پلورونکو او روږدو هغه ډله نیول شوې، چې په بېلابېلو غلاوو او شکونو کې یې لاس درلود.
د خبر پر بنسټ د یاد آمریت آمر ویلی، چې مرکز ښرنه کې یې د غلا، شکوَنو، شیشې پلورلو او استعمال په تړاو شپږ تنه نیولی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې له یادو کسانو سره د شیشې ترڅنګ د قلپونو ماتولو آله، بېلابېل چاقوګان، مختلف غلا شوی وسایل او توکی ترلاسه شوی دی.
د مسوولینو په وینا یاد کسان لا هم تر پلټنو لاندې دی، چې ترې وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ