معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایتي مسوولینو د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی.

د پکتیکا امنیې قوماندان ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت ۱۱ ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته د ۱۲۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا فعالوي، چې نن د ترافیکو په مدیریت کې هم ۱۰ کیلو واټه برېښنا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د برېښنا اړوند ټول اړین وسایل شامل دي، چې د دوی ترڅارنې لاندې به په شفافه توګه سرته ورسيږي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت مرستیال وویل، چې د ښاروالۍ ریاست له لوري په مرکز ښرنه کې د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې، چې یوه یې د کابل بانک مدیریت ترمیمول او د اوبو سیستم برابرول او بلخوا د ملکي روغتون شاته د ۶۰ مترو په اوږدوالی د یوه ویاله جوړول دي، چې څه باندې نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس