کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایتی مسوولینو د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی.
د پکتیکا امنیې قوماندان ویلی، چې د کورنیو چارو وزارت په مالی ملاتړ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت ۱۱ ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته د ۱۲۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا فعالوی، چې نن د ترافیکو په مدیریت کې هم ۱۰ کیلو واټه برېښنا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړی زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د برېښنا اړوند ټول اړین وسایل شامل دی، چې د دوی ترڅارنې لاندې به په شفافه توګه سرته ورسیږی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت مرستیال وویل، چې د ښاروالۍ ریاست له لوری په مرکز ښرنه کې د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې، چې یوه یې د کابل بانک مدیریت ترمیمول او د اوبو سیستم برابرول او بلخوا د ملکی روغتون شاته د ۶۰ مترو په اوږدوالی د یوه ویاله جوړول دی، چې څه باندې نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ