معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د ۱ لک ۵۷ نیم زره ډالرو په ارزښت د ۱۵ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

پکتیکا کې د ۱ لک ۵۷ نیم زره ډالرو په ارزښت د ۱۵ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په نکي ولسوالۍ کې د ۱ لک ۵۷ نیم زره ډالرو په ارزښت د ۱۵ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خبر پر بنسټ، دغو پروژو کې چې د افغانستان لپاره د ناروې هېواد کمېټې یا NAC موسسې په مالي لګښت او د ګومل فرعي سیندیزې حوزی ریاست تر نظارت لاندې ترسره کیږي، کوچنې ذخیروي بندونه، ټرنچونه، استنادي دېوالونه، تحکیم کاري او همدارنګه د کانالونو پاک کاري شامله ده.
ځایي مسوولینو ویلي، چې دغو پروژو په پیل کېدو او دوام سره به د سیمې شاوخوا ۱۵ سوه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس