کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په نکی ولسوالۍ کې د ۱ لک ۵۷ نیم زره ډالرو په ارزښت د ۱۵ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خبر پر بنسټ، دغو پروژو کې چې د افغانستان لپاره د ناروې هېواد کمېټې یا NAC موسسې په مالی لګښت او د ګومل فرعی سیندیزې حوزی ریاست تر نظارت لاندې ترسره کیږی، کوچنې ذخیروی بندونه، ټرنچونه، استنادی دېوالونه، تحکیم کاری او همدارنګه د کانالونو پاک کاری شامله ده.
ځایی مسوولینو ویلی، چې دغو پروژو په پیل کېدو او دوام سره به د سیمې شاوخوا ۱۵ سوه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ