کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله د دریو ولسوالیو لارې له مرکز شرنې سره تړل شوې دی.
د خبر پر بنسټ دغه لارې تېره شپه د خیرکوټ، یوسف خېل او اومنه ولسوالۍ د شدید باران او سېلاب شاهدې وې.
په یاد ولایت کې د سېلابونو د لارو بندېدو سربېره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکې، څو کورونو او یو روغتیایی مرکز ته زیان رسېدلی دی.
د مسوولینو په وینا د خیرکوټ ولسوالۍ په پایندخېلو سیمه کې د سېلابونو له راوتلو وروسته ګڼې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې دی.
د سرپرست حکومت چارواکو د یادو لارو د بېرته خلاصېدو او د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو د کره شمېر په تړاو تر اوسه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ