یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د رپوټونو له مخې، د امریکا د کانګرس یوه غړی پر نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول پر امریکا نیوکه کړې، چې ولې یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل نه دی کړی.
د کانګرس غړی پیټر مایر د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وایی، حاکم نظام یو حکومت دی او په دغه هېواد کې بل حکومت نشته، نو امریکا ته په کار ده چې و یې منی.
هغه دغه راز ویلی، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د بشری حقونو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړی او نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه ورکړی، د رسمیت پېژندو چاره به اسانه شی.
مایر ټینګار کړی، چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د بشری حقونو او د نجونو د زده کړو په تړاو پرمختګونو ته اړتیا ده.
نوموړی د امریکا او د افغانستان د اوسنی حکومت تر منځ اړیکو ته په کتو ویلی، که د نظر بېلوالی رامنځته شی او د دواړو لورو قناعت ترلاسه نه شی؛ نو دغه چاره به بدې پایلې ولری.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په وار وار د اسلامی اصولو مطابق ښځو ته د هغوی د حقونو ورکولو ته د ژمنتیا ادعا کوی، خو نړیوال په ځینو وزارتونو او ادارو کې پر دندو بوختې ښځې له کاره بې برخې کول او تر شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو حقونو ته نه درناوی بولی، چې د دوی په وینا د رسمیت پېژندو پر وړاندې خنډونه جوړوی.
د یادولو وړ ده، چې د ا.ا حکومت استازی له شپږم ټولګی پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو تکراری ژمنې کړی خو په دې برخه کې تر اوسه کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی.
گهیځ