معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پېښور کې د جماعت اسلامي پخوانی مشر حاجي حمیدګل ووژل شو

پېښور کې د جماعت اسلامي پخوانی مشر حاجي حمیدګل ووژل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر حاجي حمیدګل د پېښور ښار په بوډاني سیمه کې د نامعلومو وسلوالو لخوا په ډزو کې وژل شوی او ساتونکی یې ټپي دی.

عیني شاهدان وايي، بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسو د سیمې د پلټنې لپاره عملیات پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو د مهمو څېرو هدفي وژنې زیاتې شوي، چې د روانو چارو څارونکي یې ترشاه د پاکستان د پوځ او استخباراتي کړیو لاسونه ګڼي.

د دوی په باور پاکستاني واکمنان دغه هڅې د تحریکونو، دیني مشرانو او سیاسي مخالفینو د غږ غلي کولو په موخه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس