کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته ځایی سرچینو ویلی، چې د جماعت اسلامی ګوند پخوانی مشر حاجی حمیدګل د پېښور ښار په بوډانی سیمه کې د نامعلومو وسلوالو لخوا په ډزو کې وژل شوی او ساتونکی یې ټپی دی.
عینی شاهدان وایی، بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی او پولیسو د سیمې د پلټنې لپاره عملیات پیل کړی دی.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د دینی عالمانو او سیاسی ګوندونو د مهمو څېرو هدفی وژنې زیاتې شوی، چې د روانو چارو څارونکی یې ترشاه د پاکستان د پوځ او استخباراتی کړیو لاسونه ګڼی.
د دوی په باور پاکستانی واکمنان دغه هڅې د تحریکونو، دینی مشرانو او سیاسی مخالفینو د غږ غلی کولو په موخه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ